IQNA

په انګلستان کې د عدلیې لومړنۍ مسلمانې وزیرې په قرآن سوګند پورته کړ

15:42 - July 25, 2024
د خبر لمبر: 3489591
ایکنا – د انګلستان د عدالیې لومړنۍ مسلمانې وزیرې میرمن شبانه محمود د خپلې لوړې دستورې په قرآن کریم باندې په سوګند ادا کولو سره ترسره کړې.

ایکنانیوز د یوم السابع له قوله راپور راکړ،د انګلستان د عدالیې لومړنۍ مسلمانې  وزیرې شبانه محمود د خپلې لوړې دستورې په تاریخي انداز کې په قرآن کریم په سوګند پورته کولو سره ترسره کړې.

د رسندویو د راپور په اساس،د بریتانیا د کارګر ګوند په حکومت کې د عداليې  لومړنۍ مسلمانې وزیرې شبانه محمودد نړیوالو حقوقو د حاکمیّت او دبشری حقوقو څخه د ملاتړ په دفاع باندې ټينګار وکړ.

د انګلستان د کارګر ګوند دغې ۴۳کلنې استازې په ایکس پاڼې کې د  په دغه مقام د منصوبیدا خبر شئير کړی  او لیکلي ئې دي، چې ویاړمنه ده چې دغه رول  په غاړه اخلي.

میرمن محمود په پرانیستونکو دستورو کې د بشری حقوقو څخه د ملاتړ او د نړیوال قانون  د حاکمیّت په دفاع  د  کارګر  نوي حکومت پر ژمنتیا ټينګار وکړ.

شبانه محمود د ۱۹۸۰کال د ستمبر په ۱۷زیږیدلې ده  او د انګلستان د کارګر ګوند غړې ده.

میرمن شبانه محمود د آزادکشمیر  سیمې د میرپور ښار  سره  له یوې کورنۍ سره  ریښې لري . هغه د آکسفورډپوهنتون   له لینکلن حقوقو پوهنځي څخه فارغ التحصیله شوې او د دغه پوهنځي د محصیلینو د یوې کمیټې  مشره وه . محمود   د و کلات په څانګې تخنیکي تخصص لري.

شبانه محمود د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۰ کال کې د برمینګم –لیدیوود انتخاباتي حوزې لباره  په ۱۰۱۰۵  رایو سره غوره شوه  او  له روشن آرا علی او یاسمین قریشي سره یو ځاي په بریتانیا کې لومړنۍ مسلمانې میرمنې استازې دي.

د  انګلستان د کارګر ګوند په وروستیو انتخاباتو کې توانیدلې ،له څو پړاؤنو ناکامۍ وروسته  د محافظه کار ګوند په وړاندې ستر بریالیتوب ترلاسه کړي. ان تر دې چې اوس د کارګر ګوند د عدالیې وزارت لومړنۍ مسلمانه  وزیره هم منصوبه شوې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4228057  

captcha